د ژغورنې نړیواله کمېټه وایي چې د امریکا د مالي مرستو د کمېدو له امله دوی اړ شوي څو په افغانستان کې خپل خدمتونه وځنډوي، خو د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۲مه د لوړې له مراسمو وروسته د امریکا د بهرنیو مرستو درېدو فرمان لاسلیک کړ چې افغانستان هم دغه فرمان کې شامل دی.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په راپور کې راغلي، دمګړۍ شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري چې د هغو ملاتړ له خطر سره مخ دی او د مرستو درېدا د ټولنې پر زیانمنونکو، په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو بدې اغېزې لرلي دي.
دغه راپور کې راغلي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ۱۹۸۰ کال څخه راپدېخوا خپلې حیاتي مرستې افغانانو ته وړاندې کړي خو اوس دغه پروګرامونه ځنډیلي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې له جزئیاتو پرته ویلي چې د امریکا د مالي مرستو کمېدو له امله اړ شوي څو په افغانستان کې خپل حیاتي خدمات وځنډوي.
خو دغه کمېټه زیاتوي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د امریکا مرستو درېدو ته اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتي وو څو خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
Views: 8