د کاناډا د فدرالي ټاکنو د کمپاین وروستۍ ټلوېزیوني مناظره تېره شپه د دغه هېواد د څلورو سترو سیاسي ګوندونو د مشرانو ترمنځ ترسره شوه. دا دوه ساعته مناظره چې پراخ پام ور اوښتی و، نه یوازې پر کورنیو مسایلو متمرکزه وه، بلکې نړۍوال سیاستونه، لکه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسي هم د بحث برخه وګرځېدل.
کارني: «زه جسټن ټروډو نه یم.»
په دې مناظره کې د لیبرال ګوند نوی مشر مارک کارني چې تازه یې د ګوند مشري اخیستې، د ځانګړې پاملرنې وړ و؛ مخالفو ګوندونو هڅه وکړه چې هغه د پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو له ناکامیو سره وتړي، خو کارني په غبرګون کې وویل: «زه له جسټن ټروډو سره ډېر توپیر لرم.»
هغه ټینګار وکړ چې د ده مشري به د لیبرال ګوند لپاره نوې لار پرانیزي.
بحث پر اقتصاد، تورم او د ژوند پر ستونزو متمرکز و
د محافظهکار ګوند مشر پیېر پویلیور پر کارني نیوکه وکړه چې لیبرال ګوند د «ورکې شوې لسیزې»مسوول دی؛ هغه وویل: «خلک کورونه نه شي اخیستلی، د اړتیا وړ شیان ګران شوي او ژوند ورځ تر بلې سختېږي.»
کارني په ځواب کې وویل، دا ستونزې له نړۍوالو اقتصادي بدلونونو سرچینه اخلي، خو زیاته یې کړه چې دی به د ثبات او معقول حل لور ته مخه کړي.
د امریکا تعرفې او نړۍوال سیاست
دغه راز، د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا پر کاناډا د تعرفو لګول د مناظرې بله توده موضوع وه.
ټرمپ نه یوازې ۲۵ سلنه عمومي تعرفه اعلان کړې، بلکې ویلي یې دي چې کاناډا باید د امریکا ۵۱م ایالت شي.
کارني وویل، دا ډول خبرې خطرناکې دي او ټینګار یې وکړ چې کاناډا باید متقابل اقتصادي سیاست غوره کړي چې زیان یې تر ټولو لږ کاناډایانو ته ورسېږي.
د کورنیو سیاستونو تضاد
پویلیور د کوچني دولت، ټیټو مالیاتو او سختو جرمضد تګلارو ملاتړ وکړ.
جګمېټ سینگ د روغتیا، غاښونو او درملو لپاره د ټولنیزو خدماتو پراخېدل وغوښتل.
کارني بیا معتدل دریځ غوره کړ او ویې ویل: «دولت باید محرک رول ولري، نه دا چې هر څه کنټرول کړي.»
سیاسي ادب او د نظر اختلاف
سره له دې چې د بحثونو شدت لوړ و، خو مناظره تر ډېره په مودبانه فضا کې روانه وه؛ کارني یو ځای وویل: «زه به مؤدب پاتې شم.» هغه له پویلیور سره موسکا وکړه او مصافحه یې ورسره وکړه – یو هغه کړنه چې د کاناډا د سیاسي فرهنګ د نرم طبیعت ښکارندويي کوي.
د کاناډا فدرالي ټاکنې به د اپرېل ۲۸مه ترسره شي، رایه ورکوونکي به وپېژني چې د هېواد مشري به د راتلونکې څلورکلنې دورې لپاره چا ته سپاري.
د_کاناډا_ټاکنې # کاناډا #فدرالي ټاکنې #کانادا #canada #انتخابات_کانادا #انتخابات_پارلمانی #CanadaElection2025 #AfghanaVoteCanada #CdnPoli #AfghanCanadians #AfghanDiaspora
Views: 4