د کرکټ نړۍوالې شورا وایي، د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله او مالي صندوق رامنځته کوي.
د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فیسبوکپاڼې یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې لیکل شوي، د هندوستان، انګلستان او اسټرالیا کرکټ بورډونو سره په ګډه به د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو په شخصي او مسلکي پرمختګ کې مرسته وکړي.
سرچینې لیکلي، د کرکټ نړۍواله شورا به د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله هم جوړه کړي او دغه راز به د لوبغاړو د مستقیم مالي ملاتړ د چمتو کولو لپاره بودجه هم ځانګړې کړي.
په دغه راپور کې د کرکټ نړۍوالې شورا د رییس جيشاه له قوله لیکل شوي: «مونږ له خپلو شریکانو سره په همکارۍ ویاړو چې دا کاري ځواک او د ملاتړ پروګرام پیلوو تر څو ډاډ تر لاسه شي چې جلاوطنه شوې افغان ښځینه لوبغاړې کولی شي په سپورټ کې خپل سفر ته دوام ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو شمېر افغان ښځينه ورزشکارانې او د بېلابېلو لوبډلو لوبغاړې له هېواده ووتې چې په دې ډله کې د ښځينهوو د کرکټ لوبډلې لوبغاړو هم افغانستان پرېښود او اوس کله کله په یو شمېر رسمي سیالیو کې لوبېږي.
Views: 0