یو جرمني ګرځندوی چې پر بایسکل افغانستان ته راغلی، د افغانانو له چلنده خوښي څرګندوي او وایي، دلته راتګ ورته د ژوند يوه نوې تجربه ده.
د هاوک په نوم دغه جرمنی ځوان له اروپا د ترکیې له لارې پر بایسکل ایران، نیپال، هند او پاکستان کې له ګرځېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته راغلی دی.
هغه اوس په ننګرهار کې دی او له پژواک سره یې په خبرو کې وویل چې غواړي د افغانستان بېلابېلې سيمې ووینې.
دی د افغانانو له چلنده خوښي څرګندوي او وایي چې د افغانستان خلک ډېر مهربانه دي او دلته یې راتګ د ژوند یوه نوې تجربه ده.
دغه جرمني ګرځندوی ځوان وايي، پلان لري چې له افغانستان وروسته تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان او له هغه ځایه بیا چین ته سفر وکړي او له هغه ځایه مغلستان ته ولاړ شي.
هغه زیاتوي، پر بایسکل د ګرځېدو دغه سفر به يې لس میاشتې دوام وکړي او د دغه سفر لپاره یې لګښت له مخکې چمتو کړی دی.
Views: 0