د راپورونو پر بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د روغتیايي بنسټونو د لس زره کارکوونکو د ګوښه کولو بهیر پیل کړی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا دغه شمېر روغتیايي کارکوونکو د ایستلو لړۍ پرون پیل شوې ده.
د راپور له مخې، ځینې کارکوونکي د ایستلو د خبرتیا له ترلاسه کولو یوازې څو ساعته وروسته خپل کاري ځای ته له ننوتلو منع شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ایستلو په دغه لړۍ کې د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو څانګې (HHS) تر څارنې لاندې د خوړو او درملو ادارې (FDA)، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي د مرکز (CDC)، او د روغتیا ملي موسسې (NIH) په ګډون څو مهم بنسټونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان مېلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او د دغه هېواد بهرنۍ مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.