د راپورونو له مخې، میانمار او ټایلېنډ کې د زلزلو له امله څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
میانمار او ټایلېنډ د تېرې جمعې په سهار دوو پرلهپسې زورورو زلزلو ولړزول؛ د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي، دا زلزلې د ريښتر په کچه ۷.۷ او ۴.۶ درجې وې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، میانمار او ټایلېنډ کې د دغو زلزلو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۷۰۰ اوښتی، ۳۴۰۰ ټپیان دي او څه باندې ۳۰۰ کسان لا هم ورک دي.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مرستندویه ډلې میانمار ته رسېدلې او ځینو سیمو کې یې د ژغورنې عملیات پیل کړې دي.
روسیې، چین، هند، مالیزیا او څو نورو هېوادونو ویلي چې میانمار ته یې لسګونه مرستندویان استولي څو د ژغورنې چارو کې برخه واخلي.
راپور کې دغهراز راغلي، تایلېنډ کې هم د مړو شمېر ۱۸ تنو ته لوړ شوی او ۷۸ نور لا په بنکاک کې د یوې نړېدلې نیمه پاتې ودانۍ تر خاورو لاندې دي.