د سرحدي پولیسو عمومي ریاست وایي چې د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې یې د خامو سرو زرو د قاچاق په تور څلور چیني وګړي نیولي دي.
د سرحدي پولیسو مطبوعاتي مسوول عابدالله فاروقي پژواک ته وویل، څلور چيني وګړي چې غوښتل یې ۶۷۸ ګرامه خام سره زر له کابله چين ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه کسان د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
Views: 12