د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) به د هغه پرېکړهلیک په اړه رای اچونه وکړي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ (یوناما) ماموریت د راتلونکي مېلادي کال د مارچ تر ۱۷مې غځوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (شنبه) ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې د یوناما ماموریت د پرېکړهلیک مسوده د هغه د دندو او لومړیتوبونو له بدلون پرته د یو بل کال لپاره غځوي او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت، ترهګري، د نشهیي توکو قاچاق او د داخلي بېځایه شوو د وضعیت په څېر موضوعات به پهکې شامل وي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې سبا (دوشنبه) به په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت غځولو لپاره د یوه پرېکړهلیک په تړاو رای اچونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز کلېپ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې څو د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.
مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړې وې چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۱۷مه د افغانستان په اړه ناسته وکړي.
Views: 2