نن پېښور کې چاودنې د مولوي منیر شاکر په ګډون څلور تنه ټپيان کړل، خو منیر شاکر په روغتون کې ساه ورکړه.
چارواکي وايي چې منیر شاکر د پېښور په اورمړ سیمه کې یوه جومات ته د ننوتلو پر مهال د چاودنې له امله ټپي شو.
هغوی وايي چې هغه د دې چاودنې له درېیو نورو ټپیانو خوشحال، عابد او سید نبي سره یو ځای د لیډي ریډینگ روغتون (Lady Reading Hospital) ته وړل شوی و.
د یاد روغتون ویاند محمد عاصم تایید کړه چې مولوي شاکر روغتون ته وړل شوی و او د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
مولوي شاکر د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې د لشکر اسلام بنسټ ایښی و.
تر اوسه پر هغه د ننني بريد مسووليت کوم چا او یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
ديني عالم مفتي منير شاکر څه موده وړاندې په یوه ويډيويي پيغام کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، خپل ځانته د ورپېښو امنيتي خطرونو تشريح کوي.
نوموړی وايي، د ټولو امنيتي خطرونو باوجود يې پاکستاني امنيتي ادارې غږ نه اوري او نوموړی خپل دښمن ته خالي لاس پرېښودل شوی دی.
مفتي منير شاکر په خپل طرز د بيانونو او په پاکستان کې د یوې وسلوالې ډلې د مشرۍ له وجې خاص شهرت درلود او نوموړی چې په لومړیو کې په ځانګړي ډول د بلوچستان په سیمه کې مشهور و.
هغه دوه لسیزی وړاندې د یوې سخت دریځې ډلې، انصار الاسلام، د مشرانو څخه و، چې د بلوچستان په قبايلي سیمو، په ځانګړي ډول د خیبر ایجنسۍ ( خیبر ضلعې) په سیمه کې فعاله وه.
د معلوماتو له مخې، مفتی منیر شاکر د خپلې سختې مذهبي خطبې ورکولو له امله مشهور و او د خپل سیال مولوي نور محمد سره یې جګړې کړي دي.
وروسته د پاکستان حکومت د هغه پر ضد اقدامات وکړل او هغه یې د خیبر ایجنسۍ څخه وویست.
مفتي منیر شاکر ګڼ شمېر پلویان او مخالفان هم درلودل. د نوموړي پلویانو شاکر، یو حق بیانونکی او ملتپاله شخص یې یادوه او د دوی په باور مفتي منیر شاکر په همدغه لاره کې قرباني هم ورکړه.
مخالفانو یې نوموړی بیا پر اسلام د خلکو د بې باوره کیدو او وېش ته پر لمن وهلو تورنوه.
پر دیني عالم منیر شاکر د نن ورځې برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په پلوجستان او پښتنوخوا کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې، چې څه موده وړاندې په یوه ورته برید کې د پاکستان یو مشهور دیني عالم، سیاستوال، او د حقانیه دارالعلوم (اکوړه خټک) مهتمم حامد الحق حقاني په یو برید کې وژل شوی وه.
Views: 6