د راپورونو له مخې، وسلهوالو په بلوچستان کې پر یوه رېلګاډي برید کړی، شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او لسګونه مسافر یې «یرغمل» نیولي دي. دغه رېل ګاډی له کوټې څخه پېښو ښار ته روان و.
راپور کې راغلي چې تر برید وروسته، سیمې ته امنيتي ځواکونه او مرستندويه ګاډي روان شوي دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او تر ۱۰۰ کسانو یې یرغمل نیولي دي خو بلوڅ وسله والو د برمته شويو مسافرو شمېر نه دی ښودلی، خو يو شمېر پاکستاني رسنيو يې شمېر شاوخوا ۵۰۰ تنه ښودلی دی.
د راپور له مخې، د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، «بلوچ لیبریشن ارمي» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې د بلوچستان د بولان په ډهاډر سیمه کې یې د پټلۍ تر الوځولو وروسته، په اورګاډي کې د امنيتي ادارو تر ۱۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي او ولسي وګړي یې خوشې کړي دي.
بلوڅ وسله والو په يوې اعلاميې کې خبرداری يې ورکړی، چې که پاکستان د هر ډول عملياتو نيت او اقدام وکړ، نو ټول برمته شوي مسافر به ووژني.
د بلوڅ وسله والو په اعلامیه کې ويل شوي، له بلوچستان څخه پېښور ته روان دغه اورګاډی يا رېل د دوی د مجيد بريګېډ او فاتح ځواک د شريکو عملياتو پر مهال د بولان د ډهډار په مشکاف سيمه کې نيول شوی او ټول برمته شوي کسان له دوی سره دي.
دا چې بلوڅ وسله وال د دغې برمته نيونې په مقابل کې له پاکستاني پوځ څه غواړي، تر اوسه يې څه نه دي ويلي، خو ټينګار کوي چې د عملياتو هر ډول اقدام به د ټولو مسافرينو د وژل کېدو لامل شي.
Views: 11