د کاناډا لیبرال ګوند د رایو په غوڅ اکثریت مارک کارني د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
مارک کارني د لیبرال ګوند په کورنۍ انتخاباتو کې بریالی شو نن یکشنبې په ورځ، د مارچ ۹مه، د رایو ۸۵.۹ سلنه ترلاسه کړې او کریسټیا فریلینډ (د پخوانۍ مالیې وزیره)، کارینا ګولډ (د مجلس پخوانۍ مشره)، او فرانک بیلیس (د پارلمان پخوانی غړی) یې مات کړل.
کارني ۵۹ کلن دی او د کاناډا د مرکزي بانک مشري یې هم کړې او د جسټن ټروډو پر ځای به په داسې حال کې د دغه هېواد لومړی وزیر شو چې له ګاونډي هېواد، متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ او کډوالۍ پر سره جنجال لري.
کارني تر خپل بري وروسته په سمدستي توګه د متحده ایالاتو په ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتقادونه کړي او ویلي یې دي: «امریکا زموږ منابع، زموږ اوبه، زموږ خاوره او زموږ هېواد غواړي. ټرمپ په کاناډایي کورنیو، کارګرانو او کاروبارونو بریدونه کړي. مونږ یې بریالي کېدو ته نشو پرېښودی.»
د کاناډا مخکني صدراعظم جسټن ټروډو هم په وروستیو مراسمو کې ویلي چې د دغه هېواد خلک د ګاونډي هېواد امریکا له خوا د بقا له ستونزې سره مخ دي.
کارني په داسې حال کې د صدراعظم په توګه ګمارل شوی چې د روان کال د اکټوبر تر میاشتې باید عمومي انتخابات وشي خو هغه همدارنګه د قانون له مخې کولی شي چې تر ټاکلې مودې مخکې د عمومي انتخاباتو اعلان وکړي.