ځینو نړۍوالو بنسټونو د ښځو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ځینې غوښتنې یې مطرح کړې دي.
ملګرو ملتونو د مارچ اتمه د ښځو نړۍوالې ورځې په توګه پېژندلې ده.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هغوی غږ به نړۍ ته ورسوي.
یونسکو لیکلي چې په افغانستان کې تر اوسه شاوخوا ۱،۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي او که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر به له څلور میلیونو څخه واوړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي، «څو هغه بندیزونه لرې کړي کوم چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محروموي.»
یوناما لیکلي: «دغه بندیزونه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي او د ملیونونو خلکو لپاره بېوزلي او انزوا زیاتوي.»
په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي: «اړینه ده چې د شته او راتلونکو ننګونو د حل لپاره هغوی (ښځو) ته مهم رول ورکړل شي؛ د زدهکړو او کار د حقونو بېرته ترلاسه کول به د هغوی ژوند، ټولنې او د افغانستان راتلونکي لپاره ګټور وي.»
یوناما لیکلي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو ملاتړ کوي او په «تدریجي ډول له ټولنیز ژونده د هغوی د ګوښه کېدو» غندنه کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان بیا لیکلي چې طالبان له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا د ښځو د حقونو په اړه ۸۰ «سخت دریځه» فرمانونه وضع کړي دي.
یاد سازمان لیکلي: «۱،۴ میلیونه نجونې له زدهکړو پاتې دي، ښځې له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوې دي، هیڅ ښځه په سیاست کې، په ورزش کې او په هنر کې برخه نه لري او نړۍ دې په دې برخه کې غلې نه پاتې کېږي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکې پانګونه ده او افغان ښځې له ګڼو ننګونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
یاد سازمان لیکلي: «موږ باید خپله خواخوږي پر عمل بدله کړو.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ د کرنې برخه کې د افغان ښځو ستاینه کوو؛ هغه ښځې چې د خوراکي امنیت، اقتصادي ودې او د لوږې پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لري.»
د افغانستان د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر نن په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د اسلام مبارک دین ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمنې په توګه یو لوړ مقام ورکړی او د هغې د حقونو، عزت او وقار ساتلو لپاره یې مشخص شرعي احکام وضع کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف وزارت له خوا په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو د میراث، مهر، نفقې، جبري ودونو، ربړونو، تاوتریخوالي او کورني بند اړوند له پنځوس زره ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې ده.
Views: 1