د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه.
یاده لوبه چې نن سهار (شنبه) ترسره شوه، څلور پر یوه پای ته ورسېده او د افغان لوبډلې ګول د امید قنبري له لوري په وروستیو شیبو کې ووهل شو.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې ګرینلنډ ته پنځه پر څلور ماتې ورکړې وه.
د یادو سیالو د مهالوېش له مخې، د هېواد فوټسال ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه له ایران سره ترسره کړي.
د ویلو ده چې د برازیل څلور اړخیزې سیالۍ د افغانستان، برازیل، ایران او ګرینلنډ د فوټسال لوبډلو په ګډون د برازیل په کوربهتوب د روانې کب میاشتې په ۱۳مه پيل او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.
Views: 2