د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ۵ پر ۴ ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد فوټسال لوبغاړو د برازیل په څلور اړخیزو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ۵ پر ۴ ماته ورکړه.
دا لوبه د افغانستان پر وخت تېره شپه ۱:۳۰ بجې په برازیل کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې، امېد قنبري، خداداد ابراهیمي، فرزاد محمودي، او بهمن ګرګیچ د ګرینلنډ پر وړاندې د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به په خپله دویمه لوبه کې له برازیل او درېیمه لوبه به له ایران سره مخ شي.
د یادونې ده چې د برازیل څلور اړخیزه سیالۍ د افغانستان، برازیل، ایران او ګرینلنډ د فوټسال لوبډلو په ګډون د برازیل په کوربهتوب د روانې کب میاشتې په ۱۳ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۹ مه به دوام وکړي.
Views: 4