د راپورنو له مخې، د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کې تر ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د پژواک د راپور له مخې، تېره ورځ ماښام مهال لومړی دوو بريدګرو د باروتو ډک جلا جلا موټر د دغه مرکز له دېوال سره چاودولي دي او یوه امنیتي چارواکي ورته ویلي چې وروسته پنځه نور وسلهوال مرکز ته ننوتي دي.
خو سرچینه زیاتوي، د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د پوځ په ډزو پنځه واړه وسلهوال وژل شوي او پوځيانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د بنو پوليسو او د ضلعي روغتون چارواکو ويلي چې په یاد بريد کې ۱۲ عام کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.
خو بيبيسي د وژل شوو کسانو شمېر ۱۱ تنه ښودلی دی.
بنو کې د چارواکو په وینا، په وژل شوو او ژوبلو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي چې دغه پوځي مرکز ته نږدې اوسېدل او د کورونو د بامونو پرېوتو او دېوالونو نړېدو له امله مرګژوبله ورته اوښتې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه برید مسوولیت «جيش الفرسان محمد» په نوم يوې وسلهوالې ډلې منلی دی.
Views: 14