د راپورونو له مخې، د جرمني په مانهیم ښار کې یوه کس د پلي پر روانو خلکو موټر خېژولی چې له امله یې دوه کسانو وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
مانهیم ښار د دې پېښې پر مهال په یوه بازار کې مېله درلوده چې د خوړو هټۍ او داسې نور دکانونه پکې پرانیستل شوي وو.
د جرمني پولیس ویلي، یو موټر چلوونکي د پلي پر روانو خلکو خپل موټر وروستی دی.
سرچېنې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دغه پېښه کې دوه تن وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
Views: 12