د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې، زېلېنسکي ویلي له پوتین سره باید هېڅ «جوړجاړی» ونه شي، خو ټرمپ ویلي چې اوکراین دې یا هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.
د بيبيسي راپور له مخې، دغه لیدنه تېره ورځ شوې او ډونالډ ټرمپ د دې لیدنې پر مهال ولادیمیر زېلېنسکي ته خبرداری ورکړ چې یا دې هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.
د راپور له مخې، ټرمپ منلې چې هېواد به یې اوکراین ته وسلې ورکړي، خو هیله یې څرګنده کړې چې سولې ته په رسېدو سره به ډېرو وسلو ته اړتیا نه وي.
هغه زېلېنسکي ته دا خبرداری هم ورکړی چې «د دریېمې نړۍوالې جګړې قمار» ته دې لمن نه وهي.
زېلېنسکي له خپل امریکايي سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي، له ولادیمیر پوتین سره باید هېڅ ډول «جوړجاړی» ونه شي.
هغه ویلي، هیلهمن دی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو په لړ کې به خپل هېواد ته د یوه ډول امنیتي تضمین په ترلاسه کولو بریالی شي.
ده زیاته کړې چې دغه تضمین باید د مذاکراتو له لارې د سولې د هرې ممکنه هوکړې بنسټ وي.
سيبياېس ټلویزیوني شبکې ویلي، د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز او د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له یادې لانجمنې غونډې وروسته له اوکرایني پلاوي غوښتي چې له سپینې ماڼۍ ووځي.
ټرمپ له دې کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه [زېلېنسکي] هغه وخت بېرته راتللی شي چې روسیې سره سولې ته چمتو وي.
اخوا ولادیمیر زېلېنسکي بیا پر خپل اېکس له ولسمشر ټرمپ، کانګرس او د امریکا د خلکو له ملاتړه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې په اوکراین کې د دوامدارې سولې غوښتونکی دی.
ټاکل شوې وه چې له دې کتنې وروسته دواړه ولسمشران د اوکراین د منرالونه هوکړه لاسلیک کړي او ګډ خبري کنفرانس ورکړي خو دواړه لغوه شوي دي.
Views: 22