د مایکروسافټ شرکت وایي، د روان میلادي کال په مې میاشت کې د سکایپ خدمات بندوي.
سکایپ په ۲۰۰۳ کال کې د غږیزې او تصویري توګه خبرو کولو یوې وسیلې په توګه معرفي شو او په لومړۍ یوه لسیزه کې میلیونونو وګړو په داسې حال کې ترې کار اخیسته چې ګرځنده ټیلیفونه ډېر عام نه وو او همدې شبکې تر ډېره د لینلرونکو ټیلیفونو ځای ونیوه.
مایکروسافټ په ۲۰۱۱ کال کې سکایپ په ۸.۵ میلیارد ډالره وپېر چې په هغه وخت کې یې ۱۵۰ میلیونه کاروونکي درلودل خو په ۲۰۲۰ کال کې بیا یوازې ۲۳ میلیونه کاروونکو ترې کار اخیسته.
په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا وبا له پیل وروسته چې ګڼ شمېر خلکو له کور څخه کار کول پیل کړل، د مایکروسافټ شرکت د سکایپ پر ځای د Teams اپلیکشن څخه کار اخیستل ډېر کړل او دا سبب شو چې ډېر خلک د سکایپ پر ځای له ټیمز څخه کار واخلي.
د مایکروسافټ شرکت تېره ورځ ویلي چې د روان میلادي کال د مې په پنځمې نېټه د سکایپ خدمات بندوي.
د مایکروسافټ شرکت دا نهدي ویلي چې اوسمهال له سکایپ څخه په ټولې نړۍ کې څومره کسان کار اخلي او له تړل کېدو سره به یې څومره کسان وزګار شي، خو زیاته کړې یې ده چې له نوي اپلیکیشن – Teams څخه هر میاشت نږدې ۳۲۰ میلیونه وګړي کار اخلي.