د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې یوه غړي ویلي چې د تورخم دروازې له بندېدو سره پر سوداګریزو توکو بار څه باندې پنځه زره موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه شوې ده.
اسوشیټېډ پرېس تېره ورځ راپور ورکړی چې له یوې اونۍ راهیسې د تورخم دروازې بندېدو دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه کړې او د خلکو تګ راتګ یې هم ګډوډ کړی دی.
راپور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د رییس ضیاءالحق سرحدي له قوله لیکل شوي، له کله چې د تورخم لاره بنده شوې، له ۵۰۰۰ ډېر پر توکو بار موټر دواړو خواوو ته بند پاتې او د دروازې پرانیستل کېدو په تمه دي.
د تورخم دروازه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه پاکستاني چارواکو ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو له لوري د نظامي تاسيساتو جوړېدو په غبرګون تړلې ده.
افغان چارواکي وايي، پاکستاني مسوولینو ورته ويلي، ترهغه چې د تاسيساتو جوړېدل بند نه کړي، دروازه نه خلاصوي.
Views: 12