د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې په حقانیه مدرسه کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې له امله یې د مولانا حامدالحق په ګډون لږ تر لږه څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا لس نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنه چې ګومان کېږي ځانمرګی برید دی، د جمعې لمانځه پر مهال شوې ده.
په راپور کې راغلي: «د خیبر پښتونخوا د نوشرې ولسوالۍ په اکوړه خټک سیمه کې په حقانیه دارالعلوم کې ځانمرګي برید له امله د مدرسې د رییس او د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا سمیعالحق د زوی مولانا حامدالحق حقاني په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لږ تر لږه لس نور ټپیان دي.»
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
Views: 6