د راپورونو پر بنسټ، د کانګو هېواد په بوکاوو ښار کې چاودنې چې په یوه غونډه کې شوې، ۱۱ کسان وژلي او ۶۵ نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون د کانګو هېواد ختیځ ته په بوکاوو ښار کې شوې ده.
په راپور کې راغلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي دي.
رویټرز لیکلي چې دا غونډه د «M23» بلواګرې ډلې له لوري جوړه شوې وه.
Views: 7