د وصال ټلوېزیون موندنې ښیي چې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د خپل مشر د فرمان خلاف په دغه وزارت کې خپل لمسی پر یوه لوړ قراردادي بست مقرر کړی؛ هغه ته یې د دې دندې ترڅنګ په وزارت کې پراخ واک ورکړی، ان تر دې چې د وزارت د کارکوونکو ترمنځ د «کوچني وزیر» په نوم یادېږي.
د چارو ادارې د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې خبر ورکړ چې د طالبانو د مشر ملا هیبتالله اخندزاده د ۱۳/۸/۱۴۴۴ هـ.ق نېټې د ۳۰مې ګڼې د حکم پر اساس، د ټولو وزارتونو، ریاستونو او خپلواکو ادارو مسوولینو ته امر شوی چې د خپلوۍ او شخصي تعلق پر بنسټ چا ته د وظيفې له ورکولو په کلکه ډډه وکړي.
په فرمان کې راغلي وو چې په امارتي ادارو کې د ځينو مسوولینو له خوا د هغوی د ګومارل شوو زامنو د انفکاک په اړه د مشرتابه حکم صادر شوی او ټول دې منفک شي.
خو یوې باوري سرچينې وصال ټلوېزیون ته وویل چې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخند په دغه وزارت کې خپل لمسی ملا شبیراحمد د اېنټياې په یوه لوړ قراردادي بست کې د یوې پروژې لپاره د مالي مسوول په توګه مقرر کړی دی.
سرچينه زیاتوي، ملا شبیراحمد د خپلې دندې ترڅنګ د وزارت ټولې چارې په لاس کې لري، ځینو ته امتیازونه ورکوي، له ځینو امتیازونه اخلي او په دغه وزارت کې د کارکوونکو ترمنځ پر «کوچني وزیر» مشهور دی.
د یادې سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا شبیراحمد د ټول وزارت مکتوبونه له سترګو تېروي، کارکوونکي په خپله خوښه مقرروي او یا یې له دندو ګوښه کوي او په دې وروستیو کې یې دوه رییسان او یو د وزارت د محافظتي قطعې یو قوماندان هم له دندو ګوښه کړي دي.
سرچينه دغه راز وایي چې ملا شبیراحمد د ځان لپاره دوه هایلکس موټر – چې بیې یې تر یو لک امریکایي ډالرو لوړې دي – د یوې پروژې په پیسو کې د خپل ځان لپاره پېرلي او د دغه وزارت د مرستیالانو او مالیې وزارت له خوا هم پر دغه کار سختې نیوکې وشوې خو چا یې مخه ونه شوه نیولی.
وصال ټلوېزیون د ملا شبیراحمد د یوه قرارداد کاپي چې په روان ۱۴۰۳ کال کې ورسره نوی شوی،هم ترلاسه کړې ده.
په دغه تړون کې د ملا شبیراحمد د پلار نوم شهید محمود لیکلشوی؛ په قرارداد کې راغلي چې له ده سره د نوي الکټرونیکي سیسټم د پرمختیایي پروژې «د مالي مسوول» په توګه قرارداد نوی کېږي.
د دغه قرارداد د دویمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي:«قراردادکوونکي ته د شرایطو او مقرراتو سره سم د کړنو او خدمتونو په مقابل کې په مقدار ۵۱ زره او ۵۶۷ افغانۍ د Dکټګورۍ مطابق پنځم قدم د NTA د معاشاتو د تنظیم لایحې سره سم په میاشتني ډول د مالیې سره مکمل قرارداد د یوه کال، په مقدار ۶ لکه او ۱۸ زره او ۸۰۴ افغانۍ کېږي، ورکول کېږي.»
وصال د دغه قرارداد اړوند یو بل سند هم ترلاسه کړی چې په کې د ملا شبیراحمد د پلار نوم محمود او د نیکه نوم ملا عبدالمجید (د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر) ښودل شوی دی؛ په دغه سند کې راغلي چې ملا شبیراحمد د کندهار ولایت د مرکز اوسېدونکی دی.
ملا عبدالمجید اخند څوک دی؟
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه د دغه وزارت د سرپرست ملا عبدالمجید اخند پېژندګلوي خپره کړې چې په کې راغلي، هغه په ۱۳۳۱ لمریز کال کې چې له ۱۳۷۱ سپوږمیز کال سره سمون لري، د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې زېږېدلی دی.
هغه د پخواني حکومت پر مهال د خپلې کورنۍ شپږ کسان له لاسه ورکړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا عبدالمجید اخند په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ملا محمود سالم په نوم زوی، په همدغه کال کې یې د ملا عبدالله په نوم ورور، په ۲۰۱۲ کال یې د بلالاحمد په نوم وراره، په ۲۰۱۶ کال کې یې د سمیعالله په نوم بل وراره او په ۲۰۲۱ کال کې یې د رحمتالله په نوم بل وراره او په همدغه کال کې یې د محمدیوسف په نوم لمسي ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغو څرګندونو ته پام موندلی شو چې ملا عبدالمجید اخند او ملا شبیراحمد (بابا او لمسی) دواړه د کندهار ولایت د مرکز اوسېدونکي دي او ملا شبیر د ملا محمود سالم نومي زوی دی چې په ۲۰۰۸کال کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه راز، ملا عبدالمجید د طالبانو په تېر تحریک کې هم د عبدالواحد په نوم خپل ورور او د مولوي محمدعیسی په نوم خپل زوم له لاسه ورکړي؛ دغه راز د شوروي د اشغال پر مهال یې د ملا حبیبالله په نوم د کاکا زوی هم له لاسه ورکړی دی.
ملا عبدالمجید اخند د طالبانو د پخواني حکومت پر مهال د کندهار ولایت د نظامي کمېسیون د غړي او وروسته بیا د شهیدانو او معلولینو کمېسیون د مسوول په توګه دندې ترسره کړې او پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی او تر اوسه دغه دنده پر مخ وړي.