د ننګرهار سیمهيیز چارواکي وايي چې له تېرو پنځو راهیسې پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
مسوولین وايي، له پاکستاني چارواکو سره په سیمه کې څو ځلې خبرې شوې دي خو تر اوسه يې هېڅ پایله نه ده ورکړې او د دروازې د خلاصون اجازه نه ورکوي.
دغه دروازه چې پنځه ورځې مخکې پاکستاني چارواکو ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو له لوري د نظامي تاسيساتو د جوړېدو په غبرګون تړل شوې، افغان چارواکي وايي، پاکستاني مسوولینو ورته ويلي، تر هغې چې د تاسيساتو جوړېدل بند نه کړي، دروازه نه خلاصوي.
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د تورخم ښارګوټي د اطلاعاتو او فرهنګ لوی مدير عرفات مهاجر د کب په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تورخم لار نن هم د خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده.
هغه له مسافرو، ناروغلرونکو او لارۍ موټرچلوونکو وغوښتل چې تورخم ته له ورتګ ډډه وکړي او د لارې خلاصون په تړاو دې د دوی خبرتیا ته انتظار وکړي.
په سيمه کې دواړو خواوو ته ګڼ مسافر، ناروغلرونکي او په سلګونو لاريو کې بار سوداګريز توکي بند پاتې دي.
محمدرفیق چې له خپل ناروغ سره تورخم ته تللی او غوښتل يې پاکستان ته ناروغ د درملنې لپاره يوسي، لار پرې بنده شوې او همالته په يو هوټل کې اوسېږي.
نوموړی د پاکستان له حکومته غواړي چې د خلکو ستونزو ته په کتو دې دروازه خلاصه کړي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې پاکستاني مسوولین د دروازې بېرته خلاصون ته چمتو کړي.
Views: 12