د جرمني د محافظهکار ګوند مشر فرېډرېک مېرڅ تر نورو د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېواد په ټاکنو کې د خپلې بریا له اعلان وروسته ژمنه وکړه چې د اروپا د لا یووالي او پر متحده ایالتونو د تکیې کمېدو لپاره به هڅه وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د خلکو په ۸۳ سلنه ګډون سره دا په ۱۹۹۰ کال کې د جرمني له یوځای کېدو وروسته د دغه هېواد په ټاکنو کې تر ټولو په لوړه کچه ګډون و؛ محافظه کاره ګوند د ۲۸،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو تر نورو مخکښ دی، په داسې حال کې چې د المان لپاره د الټرناټیو حزب (AfD) د ۲۰.۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دویم ځای کې راغلی دی.
دا بریا په داسې حال کې ده چې د پخواني لومړي وزیر اولاف شولټز درې اړخیز ایتلاف ړنګ شو او د المان لپاره د الټرناټیو ګوند ته یې په دویم مقام کې د راتلو لار هواره کړه.
د المان په ملي ټاکنو کې د محافظهکارانو له بریا وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر او د محافظهکار ګوند (CDU/CSU) مشر فرېډرېګ مېرڅ ژمنه وکړه چې له متحده ایالتونو د اروپا «د رښتیني خپلواک کېدو» لپاره به هڅه وکړي.
فرېډرېک مېرڅ پر متحده ایالتونو د اروپا د دفاعي انحصار کمېدو غوښتنه کړې ده؛ هغه ټینګار کړی: «زما لومړیتوب چې د اروپا پیاوړتیا ده، په نږدې وخت کې ممکن دی، څو وکولای شو له امریکا رښتینې خپلواکي ترلاسه کړو.»
هغه د متحده ایالتونو په مداخلو نیوکه کړې او دغه اقدامات یې د روسیې له فشارونو سره پرتله کړي او د ختیځ او لوېدیځ له دوه اړخیزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره یې د اروپا د یووالي ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه ان دا پوښتنه راپورته کړه چې «ایا ناټو به په راتلونکي کې په خپله اوسنۍ بڼه پاتې کېدای شي؟»
هغه د نوي حکومت جوړولو ماموریت په داسې حال کې پیل کړی چې د اروپا ستر اقتصاد له جدي ننګونو، د کډوالۍ د مسایلو په اړه اختلافاتو او له نړۍوالو فشارونو سره مخ دی.
د مېرڅ بریا ته نړۍوال غبرګونونه
د مېرڅ بریا ته په نړۍواله کچه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادې پایلې هرکلی کړی او په ټروټ سوشل (Truth Social) شبکه کې یې لیکلي: «لکه څنګه چې په متحده ایالتونو کې پېښه شوه، د المان خلک هم له بېمنطقه سیاستونو، په ځانګړې توګه د ګډوالۍ او انرژۍ برخو کې ستړي شوي دي.»
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر مېرڅ ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې او د اروپا د دفاعي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي هم د دې بریا مبارکي وړاندې کړه او ویې ویل: «اروپا باید د دې وړتیا ولري چې له ځانه دفاع وکړي، خپل صنعت ته وده ورکړي او لازمې پایلې ترلاسه کړي.»
د هغه په باور، دا بریا په اروپا کې د لا یووالي لامل کېدای شي.
Views: 2