ننګرهار کې مسوولین وايي چې د پاکستاني لوري له خوا تورخم دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې چې له امله یې مسافر او ناروغان له ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار ولايت د امنیې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد د کب په ۵مه پژواک ته وويل چې تورخم فرضي دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې ده.
هغه زیاته کړه، پرون په تورخم کې ځایي چارواکو د لارې د خلاصون لپاره له پاکستاني اړخ سره خبرې اترې کړې خو کومه نتیجه يې نه ده ورکړې.
ورته مهال، د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت وايي، کله چې دوی له ډيورنډ کرښې دې غاړې تاسیسات جوړوي، هغوی د کار د بندولو په خاطر دروازه بندوي.
دی زياتوي: «موږ تاسیسات جوړوو، دوی لاره بنده کړې چې دوی تاسیسات جوړوي نو موږ ورته وايو چې موږ نه پرېږدئ نو تاسو يې هم مه جوړوئ، که تاسو یې جوړوئ نو تاسو يې هم خپل طرف کې جوړ کړئ او موږ پرېږدئ چې خپل طرف کې يې جوړ کړو.
مولوي حکمت له پاکستانه غواړي چې سوداګري او د خلکو تګ راتګ دې له سیاسته جلا کړي او د سياست په خاطر دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي.
بلخوا، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي، ناروغلرونکي او یو شمېر هغه مسافر چې د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ انتظار کوي، د دې لارې د خلاصون غوښتنه کوي.
د سمنګان ولایت اوسېدونکی سمیعالله چې غوښتل يې خپل ماشوم د درملنې په موخه پاکستان ته بوځي او له پرون راهيسې پرې لاره بنده ده، دا دوه ورځې کېږي د جلالاباد ښار په يوه رستورانټ کې اوسېږي.
نوموړی وايي، له يوې خوا د هوټل لګښت پرې راځي او له بلې خوا يې د ناروغ وضعيت هم خرابېږي او غوښتنه کوي چې بايد پاکستان د تورخم دروازه بېرته خلاصه کړي.
دغه راز، عبدالقيوم چې له لوګر ولايته تورخم ته تللی او غواړي پاکستان ته ولاړ شي، پرون یې پر مخ لاره بنده شوې او يوه شپه يې تورخم کې د دې لپاره کړې چې ګوندي لاره به خلاصه شي او پاکستان ته به ولاړ شي.
هغه وويل، پاکستان باید سياست له سوداګرۍ او ترانسپورټه جلا کړي او خلکو ته دې اسانتیاوې رامنځته کړي.
پاکستان له دې مخکې هم په ځلونو د تورخم لار په بېلابېلو پلمو بنده کړې او خلکو ته يې ستونزې رامنځته کړې دي.
Views: 12