د راپورونو له مخې، د اسرائیل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو له ۶۰۰ زیاتو فلسطیني بندیانو خوشي کول تر نامعلوم وخت پورې ځنډولي دي.
د فلسطین حماس غورځنګ تېره ورځ شپږ اسرائیلي بندیان په دې شرط خوشي کړل چې اسرائیل به له خپلو زندانونو ۶۰۲ فلسطینیان خوشي کوي.
د بيبيسي راپور له مخې، د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو ويلي، د فلسطيني بندیانو ډله به تر هغه خوشي نه شي تر څو چې د پاتې اسرائیلي بندیانو خوشي کول تضمین شوي نه وي.
راپور کې راغلي: «نوموړي بل شرط دا ياد کړی چې حماس بايد هغه څه پای ته ورسوي چې ده د بندیانو د خوشي کېدو له سپکاوي ډک مراسم ښودلي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې حماس تېره میاشت هوکړه وکړه څو د اوربند په شپږو اونیو کې چې په لړ کې به یې اسرائیلي ځواکونه له خپلو ځینو سنګرونو شاتګ وکړي، ۳۳ اسرائیلي بندیان د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي کړي.
د راپورونو له مخې، د اوربند د دویمې لړۍ پلې کېدو لپاره مذاکرات پیل شوي او تمه کېږي چې د پاتې بندیانو خوشي کېدل، دایمي اوربند او بالاخره په بشپړه توګه له غزې د اسرائيلي ځواکونو وتل په کې شامل وي.
ویل شوي چې په درېیم پړاو کې هم د وژل شوو کسانو مړي سپارل او د قطر، مصر او ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د غزې بیارغول شامل دي.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته پیل شوه او اسرائیل هم د حماس د بریدونو په غبرګون کې د غزې پر تړانګه پرلهپسې بریدونه ترسره کړل چې د فلسطیني چارواکو په وینا، په یادو بريدونو کې ۴۸۲۱۹ کسانو چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 9