نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو تبادلې لړۍ په دوام ۶۰۲ فلسطیني او شپږ اسرائیلي نور بندیان ازادېږي. ټاکل شوې یاده تبادله نن (شنبه، د کب ۴مه) ترسره شي.
د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ هم حماس د اسرائیلي وګړو څلور مړي چې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې وژل شوي وو، سره صلیب ته وسپارل.
د راپور له مخې، د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند له پیله راهیسې تر اوسه ۱۹ اسرائیلي بندیان د څه باندې زرو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې حماس ډلې تېره میاشت هوکړه وکړه څو د اوربند په شپږو اونیو کې چې په لړ کې به یې اسرائیلي ځواکونه له خپلو ځینو سنګرونو شاتګ وکړي، ۳۳ اسرائیلي بندیان د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي کړي.
د راپورونو له مخې، د اوربند د دویمې لړۍ پلې کېدو لپاره مذاکرات پیل شوي او تمه کېږي چې د پاتې بندیانو خوشي کېدل، دایمي اوربند او بالاخره په بشپړه توګه له غزې د اسرائيلي ځواکونو وتل په کې شامل وي.
ویل شوي چې په درېیم پړاو کې هم د وژل شوو کسانو مړي سپارل او د قطر، مصر او ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د غزې بیارغول شامل دي.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته پیل شوه او اسرائیل هم د حماس د بریدونو په غبرګون کې د غزې پر تړانګه پرلهپسې بریدونه ترسره کړل چې د فلسطیني چارواکو په وینا، په یادو بريدونو کې ۴۸۲۱۹ کسانو چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 11