د عزیزي بنسټ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون، د مور او ماشو خوندیتوب ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځیو، د نرسېنګ انسټېټیوټ او طبي پوهنتون جوړولو او ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید برخو کې ۱۰،۵ میلیارد ډالره پانګونه کوي.
د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي نن د کابل ښار په انټرکانټیننټل هوټل کې په یوه غونده کې وویل، کله چې د هرات زندهجان ولسوالۍ ته ولاړ، نو هلته ته یې افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو پانګونې اعلان وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې سر له سبا به د یادې اندازې په ارزښت د پانګونې عملي چارې پیل شي.
میرویس عزیزي وویل چې کابل کې به د سرطاني ناروغیو د درملنې ۴۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړولو برخه کې ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالر پانګونه وکړي چې ټول خدمتونه به یې وړیا وي.
خو هغه په دې اړه چې د دغه لس میلیارد پانګونې نورې پیسې به په کومو برخو کې لګوي، څه ونه ویل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دغه غونډه کې د عزیزي بنسټ له لوري په بېلابېلو برخو کې د پروژو پلي کول په افغانستان کې د خصوصي پانګونې لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې پر مټ به یې خلکو ته نوي کاري فرصتونه برابر او اړینو خدماتو ته به یې لاسرسی اسانه شي.
دی وايي، یاد بنسټ د کابل ښار په اتمه ناحیه کې په ۳۵۰ جربیه ځمکه کې د څو سترو پروژو او د تاسیس عملي چارې پیلوي.
هغه زیاته کړه، په غو پروژو کې په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې ۴۰۰ بستریز معیاري روغتون، د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسېنګ انسټېټیوټ، طبي پوهنتون، دارالایتام او د ۲۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید پروژې شاملې دي.
د رياستالوزراء د دفترعمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسیع خادم وویل، د عزیزي بنسټ له لوري په کابل کې د سرطان ناروغیو د درملنې لپاره د روغتون جوړول د هغو افغانانو لپاره چې د درملنې وس نه لري، د ژوند یوه نوې هیله او فرصت دی.
دی وايي، د هر هېواد اقتصادي وده د خصوصي سکټور، پانګوالو او سوداګرو په هلوځلو پورې تړلې ده.
د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په یاده غونډه کې وویل: «افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د پېښو شمېر د لوړېدو په حال کې دی چې لاملونه یې ډېر دي او یو لامل یې هم په تېرو شلو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د بېلابېلو وسلو استعمال دی.»
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو وړاندیز د مشرتابه له لوري منظور شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په نننۍ غونډه کې د عزیزي بنسټ له خوا هېواد کې د پانګونې د هرکلی ترڅنګ دغه بنسټ ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دی وايي، د لومړنیو اټکلونو او سروېګانو له مخې، افغانستان کولای شي په زرګونه مېګاواټه برېښنا تولید کړي او اوسمهال د داخلي تولید او وارداتي برېښنا په ګډون ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا موجوده ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وویل، افغانستان د باکیفیته درملو د وارداتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
دی وايي، که په کور دننه د درملو معیاري تولید ته پاملرنه وشي، د افغانستان لویه برخه اړتیاوې به پوره شي.
Views: 25