د راپورونو له مخې، مالي هېواد کې ځمکې له ښوېدو وروسته د سرو زرو یو کان پرېوتی چې له امله یې ۴۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه پېښه تېره ورځ د کینیبا په سیمه کې شوې ده.
د سیمې یو مشر فالایي سیسو کو ویلي:“دا پېښه پرون د شنبې په ورځ شوې ده. ځمکه په هغه ځای کې ښوېدلې ده چې چینايانو په کې کار کاوه. “
د مالي حکومتي چارواکو ویلي چې د دې پېښې او په سیمه کې د کان کېندنې د څرنګوالي په اړه تحقیقات دوام لري.
دا په کابو یوه میاشت کې دویم ځل دی چې په مالي کې داسې پېښه کېږي. د جنوري په ۲۹ هم د مالي په جنوب کې د کولکورو په سیمه کې د ځمکې ښوېدنې له امله څو تنه ووژل شول چې زیات شمېر یې ښځې وې.
Views: 8