د راپورونو له مخې، اسرائیل د لبنان پر سوېلي برخو تازه بریدونه کړي چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او
په دغو بریدونو کې د لبنان د اقلیم الطفحه سوېلي سیمه کې یو موټر په نښه شوی چې په کې دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان دي.
راپور کې راغلي، بل برید پر عین قانا کلي شوی دی؛ هلته هم یوه ودانۍ په نښه شوې او یو کس په کې وژل شوی دی.
سرچينې په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
Views: 8