د مکسیکو په سوېل تاباسکو ایالت کې د یوه مسافروړونکي بس د ټکر له امله ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز د ځايي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (شنبه) د یوه باروړونکي او لارۍ موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د راپور له مخې، په یاد بس کې چې د کانکون او د تاباسکو ښار ترمنځ په حرکت کې و، ۴۴ کسان سپاره وو.
یاده پېښه داسې مهال شوې چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د یاد هېواد د زاکاتکاس مرکزي ایالت په لویه لار کې د مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۹ کسان مړه شوي وو.
Views: 4