د راپورونو له مخې، د پخواني حکومت د ړنګېدو پر مهال، له افغانستانه ازبکستانه ته د لېږدول شویو چورلکو له ډلې اووه بلکهاک هلیکوپټرې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي.
د ځینو راپورونو له مخې، په تېره زمري میاشت کې د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال تر څلوېښت ډېرې الوتکې او چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي.
پژواک د ازبکستاني رسنیو له قوله خبر ورکړی چې د یادو چورلکو له ډلې، اووه بلک هاک هلیکوپټرې یې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي.
راپور کې راغلي، دا خبره د ازبیکستان د وسلهوالو ځواکونو د جوړېدو د ۳۳مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې، چې په واشنګټن کې د ازبیکستان په سفارت کې جوړ شوي وو، افشا شوې ده.
سرچېنې زیاته کړې، دا هغه ۷ هلیکوپټرې دي، چې د کار وړ ګڼل شوې دي او د امریکا دفاع وزارت مرستیال، ډېوېس فلوریک له ازبیکستانه د اوږدمهالې نظامي ملګرتیا او د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې له همکارۍ مننه او ستاینه کړې ده.
تر دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې ورسره دي، په ټینګار سره غوښتي و چې دغه الوتکې افغانستان ته وسپاري او افغانستان دې غبرګون ته نه اړ کوي.
Views: 16