د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو شپږمه ناسته ترسره شوه.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې یاده ناسته د دغه هېواد په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړه شوې ده.
یاد وزارت زیاته کړې چې د ناستې ګډونوالو د افغانستان د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت او له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې د همکاریو پر تګلارو خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي: «دغه راز ګډونکوونکو په یاده ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت او امنیتي ننګونو او خطرونو په اړه بحث کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سراجالدین محرمالدین او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلسون له ليدنې خبر ورکړی و.
Views: 4