د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره د واشنګټن تعاملات او د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې له اژانس سره خپلې مرستې بندوي.
اېنپيار د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې ټرمپ نن (سه شنبه، د فبرورۍ ۴مه) د بشري حقونو له شورا د وتلو پرېکړه اعلان او په دې اړه يو اجرايي حکم لاسلیک کړي.
په راپور کې راغلي چې ټرمپ به د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې له اژانس (UNRWA) سره هم خپلې مرستې بندې کړي.
(يواېنارډبیلواې) د ملګرو متلونو اړوند یوه اداره ده چې په غزه کې فلسطینیانو ته مرستې رسوي.
Views: 23