د راپورونو له مخې، د سوډان په سوېل او لوېدیځ کې د پوځ او مخالفې وسلهوالې ډلې ترمنځ په تازه نښتو کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د سوډان په سوېل کې پر «کوردوفان» سیمه د توغندیز برید په پایله کې لږ تر لږه ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې د سوډان په لوېدیځ کې پر «دارفور» سیمې د پوځ هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپيان دي.
سرچینه کاږي، برید پر داسې یوې سیمې شوی چې کنټرول یې د چټک ملاتړ ځواکونو په لاس کې دی خو دا یې نه دي ویلي چې په دغه برید کې عام خلک او که د مخالفې ډلې ځواکونه وژل شوي دي.
په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو وسلهوالې ډلې د سیاسي برخلیک معلومولو او د دغه هېواد په ملي اردو کې د مدغمېدو په تړاو له څو میاشتو لانجو وروسته، د سوډان د نظامي مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داګالو چې د چټک غبرګون د ملاتړې ډلې مشري کوي، ترمنځ نښتې د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له ۱۵مې راهیسې روانې دي.
خو دې نښتو په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.
د تېرې شنبې ورځ هم د سوډان پلازمېنه خرطوم کې په توغندیزو او هوايي بریدونو کې ۵۶ کسان وژل شوي وو.
د راپورونو له مخې، د سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۱۵۰ زره پورې رسېږي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، څه باندې ۱۲ میلیون سوډانیان له خپلو سیمو بېځایه شوي چې له ډلې یې لږ تر لږه دوه میلیونه کسانو خپل هېواد پرېيښی دی.
Views: 15