د سوریې د انتقالي حکومت رییس احمد شرع سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولیعهد سره د بشري او اقتصادي همکاریو او د راتلونکي لپاره د انرژۍ، ټکنالوجۍ، زدهکړو او روغتیا برخو کې د پراخو پروګرامونو په اړه خبرې کړې دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د سوریې د انتقالي حکومت مشر پرون ناوخته (یکشنبه) په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې یادو چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سیمهییزو بدلونونو په اړه هم خبرې کړې دي.
د ویلو ده، احمد شرع واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې پرون سعودي عربستان ته سفر کړی؛ هغه تېره میاشت العربیه ټلوېزیون ته ویلي وو چې سعودي عربستان به د سوریې په راتلونکي کې مهم رول ولري.
Views: 6