د امریکا ولسمشر یوځل بیا د برېکس غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې نه دې د برېکس بانکنوټ جوړوي او نه دې هم د کوم بل داسې ارز ملاتړ کوي چې د ډالر ځای ونیسي.
برازیل، روسیه، هند، چین او سويلي افریقا د برېکس اصلي غړي دي، یو شمېر نور هېوادونه هم ورسره ملګري شوي او لسګونه نورو هېوادونو هم لېوالتیا ښودلې چې له دغه اقتصادي بلاک سره یو ځای شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د برېکس غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د امريکا د ډالر پر ځای د بل ارز له رامنځته کولو دې ډډه وکړي.
هغه ویلي: «موږ د دې ښکاره دښمنو هېوادونو څخه یوه ژمنه غواړو چې دوی دې نه د برېکس بانکنوټ جوړوي او نه دې د کوم بل ارز ملاتړ کوي چې د امريکا د ډالر ځای ناستې شي، که نه نو پرې دوی به سل سلنه ګمرکي تعرفه وضع شي.»
ټرمپ د روان کال په لېندۍ میاشت کې هم ویلي وو، په دې اړه انتظار پای ته رسېدلی چې امریکا به یې ننداره کوي او د برېکس غړي هېوادونه به هڅه کوي په نړۍوالو معاملو کې له ډالر څخه لاس واخلي.
هغه ویلي وو که کوم هېواد داسې وکړل نو د امریکا له سل سلنې تعرفې سره به مخ شي او دا ډول هېوادونه دې د امریکا له اقتصاد سره د ښکېلې سوداګرۍ سره مخه ښه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د برېکس هېوادونو د غونډې پر مهال د برېکس د وړاندیز شوي بانکنوټ یوه نمونه نندارې ته وړاندې کړه.
Views: 3