د راپورونو له مخې، د درېیو اسرائیلي او پنځو بهرنیو بندیانو بدل کې له موقت ځنډ وروسته ۱۱۰ فلسطینیان د اسرائیل له زندانونو خوشي شوي دي.
د جنورۍ پر ۱۹مه د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له پلی کېدو راهیسې دا د بندیانو خوشي کېدو درېیم پړاو دی.
راپور کې راغلي، د درېیو اسرائیلي او پنځو بهرنیو (ټایلندي) بندیانو بدل کې له موقت ځنډ وروسته ۱۱۰ فلسطینیان له اسرائیلي زندانونو خوشي شوي.
له اسرائیلي زندانه له خوشي کېدو وروسته دا بندیان په بسونو کې له یوه ساعت مزل وروسته رمله ته رسېدلي دي. په رمله کې اوسمهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او حماس وايي، د جشن کوونکو مخنیوي لپاره امنیتي اقدامات شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په خوشي شوو فلسطینیانو کې ۳۲ یې په عمري بند محکوم شوي وو او دغهراز ۳۰ کمعمره کسان هم پکې شامل وو.
د دغو کسانو له خوشي کېدو سره سم د اوربند هوکړې له پلي کېدو راهیسې د ټولو ازاد شوو اسرائیلي بندیانو شمېر ۱۵ ته رسېږي او د دوی بدل کې تر دې دمه له ۲۹۰ ډېر فلسطیني بندیان چې ځينې په کې له بمي چاودنو رانیولې تر وسلهوالو بریدونو د بېلابېلو جرمونو په تور پر اوږده موده بند محکوم شوي وو، ازاد شوي دي.
Views: 13