د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر له خوا به د دغه هېواد د داخلي امنیت او دفاع وزارتونو ته سپارښتنه وشي څو د ګوانټانامو په زندان کې ۳۰ زره ناقانونه کډوالو ته توقیفځای جوړ کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د چهارشبنې په ورځ ویلي، پنټاګون او د کورني امنیت وزارت ته به سپارښتنه وکړي څو په ګوانټانامو زندان کې ۳۰ زره ناقانونه کډوالو ته توقیفځای جوړ کړي.
راپور کې د ټرمپ له قوله راغلي، هغه مجرم کډوال به دغه مرکز ته ولېږدول شي چې د امریکا لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
ټاکل شوې چې په دغه مرکز کې به د هغو ۳۰ زره کډوالو لپاره چې په ناقانونه توګه متحده ایالتونو کې ژوند کوي او هېوادونو ته یې د لېږدولو امکان نشته، دغه زندان ته ولېږدول شي.
ټرمپ چهارشنبه د «لیکن رایلي» قانون امضا کړ چې د ناقانوني کډوالو اخراج اسانه کوي.
هغه په سپینه ماڼۍ کې د یاد قانون د لاسلیک پر مهال د خپلې پرېکړې په اړه ډېره توضیح ور نه کړه خو ویې ویل: «موږ به هغوی ګوانټانامو ته ولېږدوو.»
ټرمپ د «لیکن رایلي» قانون یو «تاریخي قانون» وباله چې له مخې به یې هغه کسان چې په ناقانونه توګه په متحده ایالتونو کې دي او د غلا او تاوتریخوالي پر جرمونو تورن دي، باید د حکم له صادرېدو مخکې ونیول شي او ښایي وایستل شي.
دغه قانون ته د نرسنګ برخې د هغه ۲۲ کلن محصل نوم ورکړل شوی چې د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د قدم وهلو لپاره له کوره بهر وتلی و او د انټونیو ایبارا په نوم د یوه ونزویلایي وګړي چې په ناقانونه توګه متحده ایالتونو کې اوسېده، ووژل شو.
Views: 25