هغه عراقی چې په سویډن هېواد کې یې د قرانکریم نسخو ته اور اچولی و، تېره ورځ په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس نن په یوه راپور کې ویلي، هغه عراقي وګړی چې په سويډن کې یې د قرانکریم نسخو ته اور اچولی و، تېره ورځ په خپل کور په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې لیکلي، سلوان ممیکا تېره ورځ (چهارشنبه) ناوخته د سویډن پلازمېنې اړوند یوه نږدې ښار کې د پولیسو له لوري په ټپي حالت کې موندل شوی او بیا وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.
په راپور کې راغلي چې پولیسو په دې اړه خپلې لومړنۍ پلټنې پیل کړې دي.
د راپورونو له مخې، هغه د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په نهمه د سلوان نجم په نوم له یوه بل کس سره یو ځای د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د دغه هېواد د پارلمان د ودانۍ مخې ته د قرانکریم یوه نسخه وسوځوله چې په نړۍواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
Views: 16