د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د امریکا د بهرنیو مرستو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتي څو خپلو بشري مرستو ته چې د نړۍ زیانمنونکي پر دغو مرستو متکي دي، دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډونالډ ټرمپ د کار له پیل سره هممهاله د شته او نوو بهرنیو مرستو د فعالیتونو درېدو فرمان صادر کړ، خو د مصر او اسرائیل د نظامي مالي تامین لپاره معافیت په پام کې نیول شوی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان ډوجاریک د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدو په اړه خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له متحده ایالتونو غوښتي چې ډېر معافیتونه په پام کې ونیسي څو د نړۍ د هغو زیانمنونکو ټولنو لپاره حیاتي پراختیایي او بشري فعالیتونه دوام ومومي چې په دې مرستو پورې تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا له نوې ادارې سره د اړیکو ټینګولو ته سترګې په لار دی څو د نړۍ هغو خلکو ته چې له سختو ستونزو سره مخ دي، خورا اړین پرمختیایي ملاتړ چمتو کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند ویلي: «متحده ایالات یو له لویو مرستهکوونکو دي او ډېر مهم دی چې موږ د ستراتیژیکې لارې جوړولو لپاره په رغنده توګه کار وکړو.»
ملګري ملتونه دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۹۰ ورځو لپاره د بهرنیو مرستو ځنډولو امر کړی څو بهرني سیاست کې د هغو اغېزناکتوب وڅېړي.
د دې پرېکړې بیاکتنه چې ښايي له ۸۰ ورځو ډېر وخت ونیسي، د متحده ایالتونو د سلګونو بهرنیو مرستو قراردادونو برخلیک په ناڅرګند حالت کې پرېږدي.
د راپورونو له مخې، امریکا په نړۍ کې تر ټولو لوی مرستندوی هیواد دی چې په ۲۰۲۳ کال کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره شاوخوا ۷۲ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.
Views: 14