د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.
سرچینې ویلي، د عمرزي د تېر کال لوبې او لاستهراوړنې د دې لامل شوې چې نوموړی دغه ستر ویاړ او کارنامه د افغانستان په نوم کړي.
دغه راز، د کرکټ نړۍوالې شورا د عمرزي ترڅنګ سریلانکايي لوبغاړي کوسال مینډېس او ونینډو هسرنګا او بل ویسټنډیزی لوبغاړی شریفین رادرفورډ هم د دغه لقب ترلاسه کولو ته نوماند کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، درې ورځې مخکې د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د پنځوس اوریزو لوبو د غوره لوبډلې یوولسکسیز نوملړ اعلان کړ چې د رحمنالله ګربز او اللهمحمد غضنفر په ګډون عظمتالله عمرزی هم په کې شامل و.
Views: 3