رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا پوځي الوتکو په دغه هېواد کې د نیول شوو غیرقانوني کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د متحده ایالتونو دوو پوځي الوتکو پرون (جمعه، د سلواغې ۵مه) ۸۰ – ۸۰ غیرقانوني کډوال له دغه هېواده ګواتیمالا ته ولېږدول.
په راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راغلي چې ګواتیمالا او امریکا «د غیرقانوني کډوالۍ پای ته رسولو او پر پوله د امنیت ټینګښت» ته ژمن دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند کارولین لیویټ هم پر اېکسپاڼه له الوتکې سره د نږدې کسانو د انځور په خپرولو ویلي: «ولسمشر ټرمپ ټولې نړۍ ته یو قوي او روښانه پیغام استولی دی: «که د امریکا متحده ایالتونو ته غیرقانوني راشئ، له سختو پایلو سره به مخ شئ.»
ورته مهال، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کډوالو د منلو پرواګرامونه یې د دغه وزارت له لومړيتوبونو لرې کړي او له دې وروسته به هر هغه فعالیت ترسره نهشي چې ډلهییزه کډوالۍ اسانه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ غیرقانوني کډوالي یو بېړنی وضعیت اعلان کړ او د امریکا پوځ ته یې د پولو د امنیت د ټینګښت، د کډوالۍ لپاره د پراخو بندیزونو او په امریکا کې زېږېدلو ماشومانو ته د تابعیت ورکړې محدودولو لپاره د اقداماتو ترسره کولو امر وکړ.
Views: 8