د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال شلاوریزو لوبو غوره لوبډلې یوولسکسیز نوملړ اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشدخان هم په کې شامل دی.
د کرکټ نړۍوالې شورا نن د ۲۰۲۴ کال شلاوریزو لوبو د غوره لوبډلې یوولسکسیز نوملړ اعلان کړ چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان ته هم پهکې ځای ورکول شوی دی.
په دغه یوولسکسیز نوملړ کې د هند له ملي لوبډلې روهت شرما، هارډیک پانډیا، جسپريټ بمرا او ارشډیپ سینګ هم شامل دي.
همدارنګه د اسټرالیا هیډ، د انګلیستان سالټ، د پاکستان بابرعظم، د ويسټانډیز نیکولس پورن، د زمبابوې سکندر رضا، د سریلانکا ویننډو حسرانګا لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړۍوالې شورا پرون د پنځوساوریزو لوبو ۱۱ کسیز لوبډلې نوملړ هم اعلان کړ چې له افغانستانه په کې رحمانالله ګربز، عظمتالله عمرزی او اللهمحمد غضنفر اخیستل شوي دي.
Views: 9