د امریکا نوی ولسمشر وايي چې هېواد یې د ناټو له غړو ساتنه کوي، خو هغوی د امریکا ساتنه نهکوي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (پنجشنبه) خبریالانو ته ویلي چې هغه ډاډه نه دی چې امریکا باید د ناټو لپاره پیسې ورکړي.
هغه زیاته کړه: «زه ډاډه نه یم چې باید پيسې ولګوو؛ خو البته باید ورسره مرسته وکړو. موږ یې ساتنه کوو، خو هغوی زموږ ساتنه نه کوي.»
هغه د ناټو د غړو هېوادونو له ناخالصو تولیداتو د دفاعي بودجې د پنځه سلنه زیاتوالي غوښتنه کړې، هغه کچه چې د اوسني دوه سلنه هدف څخه د پام وړ زیاته ده او تر اوسه د متحده ایالاتو په ګډون هېڅ هېواد دغه هدف نه دی پوره کړی.
د یادونې ده چې امریکا د ۳۲ غړو پوځي ایتلاف د کلني لګښت ۱۵.۸ سلنه چې شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالر کېږي، برابروي.
Views: 2