پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره به یو ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوي.
ډان ورځپاڼې د ګنډاپور له قوله راپور ورکړی چې دغه پلاوی به په راتلونکو اونیو کې افغانستان ته سفر وکړي.
ګنډاپور له دې مخکې ادعا کړې وه چې د پاکستان حکومت له ده غوښتي څو له کابل سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي شاوخوا درې میاشتې مخکې په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محبالله شاکي سره لیدنه کې ویلي وو چې سیمه کې سوله د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه ده او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په سیمه کې د پایداره سولې راتلو لپاره جدي هڅې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه کړکېچ ډېر شوی او له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو زور اخیستی دی.
Views: 9