د امریکا له زندانه د امریکايي وګړو په تبادله کې ازاد شوی افغان بندي خانمحمد نن ننګرهار ته راورسېد چې د ځايي خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
خانمحمد په یادو مراسمو کې د ننګرهار له مسوولینو مننه وکړه چې د ده هرکلی يې وکړ او خوښي يې وښوده چې له نږدې شل کاله بند وروسته ازاد او يو ځل بیا خپل هېواد ته راستون شو.
نوموړي وويل: «زه په ۲۰۰۶ کال کې د ننګرهار ولایت د بهسودو اړوند فارم هډې سيمه کې امريکايي ځواکونو له لوري ونيول شوم، لومړی يې هوايي ډګر، بيا يې بګرام او له هغه ځایه يې امريکايي زندان ته ولېږدولم، د نيول کېدو پر مهال ۳۶ کلن وم چې پر عمري قيد محکوم شوم؛ خو له شل کلن حبس وروسته د ۵۵ کلونو په عمر ازاد شوم.»
هغه له رسنيو سره په خبرو کې د زندان د ژوند په اړه وویل چې له کورنۍ سره يې د ټیلېفون او ليک لېږلو له لارې اړيکه وه، يو څه وخت يې عصبي ستونزه پيدا کړې وه، بیا بېرته ښه شو.
خانمحمد دغه راز د خلکو له احساساتو مننه وکړه چې هېواد ته په راتګ يې د ده هرکلی وکړ.
ورته مهال، د خانمحمد زوی رفيعالله وويل: «امريکا يې له پلار سره ډېر ظلم کړی او بايد غرامت ورته ورکړي.»
حاجي خانمحمد چې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د هدياخېلو اوسېدونکی دی، په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د دغه ولايت په فارم هډې سيمه کې امریکايي ځواکونو له لوري ونيول شو او د زندان پر مهال دوه ځلې پر عمري قيد محکوم شوی و.
د يادولو ده، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د امریکا سره د اوږدو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو افغان بندي خانمحمد له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هېواد ته را ولېږدول شو.
Views: 11