د ایران ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره یوه هراړخیزه ستراتیژیکه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پوځي اړیکو پیاوړتیا ته لار هواره شي.
د بيبيسي راپور له مخې، دغه هوکړه تېره ورځ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ په مسکو کې لاسلیک شوه.
په پام کې ده چې دغه هوکړه د ایران او روسیې ترمنځ د اقتصادي او پوځي اړیکو پیاوړتیا ته لار هواره کړي.
د فرانسې خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې پوتین د هوکړې له لاسلیک مخکې پزشکیان ته ویلي: «نوی توافق موږ ته زمینه برابروي چې د همکارۍ په نژدې هره برخه کې زیاتوالی راولو.»
د هوکړې له لاسلیکولو وروسته ولادیمیر پوتین خبریالانو ته وویل، روسیه او ایران به په پرېکنده توګه «له بهرنیو فشارونو» سره مقابله وکړي.
پزشکیان هم دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ برخه کې یو نوی پړاو وباله او په خبره یې «روسیه د ایران د ګاونډیتوب په سیاست کې ځانګړی ځای لري.»
دغه هوکړه چې د لوېدیځ له سختو بندیزونو سره د مخامخ دواړو هېوادونو ترمنځ کېږي، کېدای شي د لوېدیځو قدرتونو لپاره د اندېښنې لامل شي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه سند له مخې به په پوځي، سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د تهران او مسکو ترمنځ اړیکي پیاوړي شي.
په هغه بیان کې چې کریمیلن تېره ورځ خپور کړی، راغلي چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د هغه څه په مقابل کې به چې «امنیتي ګواښونه» بلل شوي، له یوه بل سره مرسته کوي.
ایران او روسیې دغه راز هوکړه کړې که یو درېیم هېواد له دغو دواړو هېوادونو پر یوه برید وکړي، دویم هېواد به له بریدګر سره له مرستې ډډه کوي.
د دې معنی دا ده چې دا یو ګډ دفاعي تړون نه دی چې له مخې به یې ایران یا روسیه د درېیم لوري د برید په صورت کې له یوه بله دفاع کوي.
Views: 8