ملګرو ملتونو په داسې حال کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی چې له دې هوکړې وروسته د اسرائیل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه دېرشو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني یوې خبري غونډې ته ویلي چې اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کولو په تړاو تېره ورځ هوکړې ته رسېدلي او ټاکل شوې چې اوربند د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) پیل شي.
خو الجزیرې نن راپور ورکړی چې په غزه کې د اسرائیل او حماس د اوربند له هوکړې وروسته اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي.
سرچینه زیاتوي چې په یادو بریدونو کې لږ تر لږ ۳۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی، خو رويټرز خبري اژانس د غزې د روغتيايي چارواکو په حواله دغه شمېر ۳۲ تنه ښودلی دی.
د راپورونو له مخې، په تېر څه باندې یوه کال کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۶۷۰۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۰ زره نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش پر خپله اېکسپاڼه د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند هرکلی او د دغه اوربند د هوکړې پر بشپړې پلې کېدا ټینګار کړی دی.
ګوټریش پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د فلسطین، اسرائیل او سیمې د هوساینې او د ملګرو ملتونو له پرېکړهلیک او نړۍوالو قوانینو سره سم د فلسطین او اسرائیل د خپلواکو هېوادونو جوړېدو لپاره له دغه فرصته ګټه واخلي.
Views: 3