غزه کې د حماس او اسراييلو تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو تر څنګ، سعودي عربستان اوترکیې هم هرکلی کړی، خو راپورونه ښيي چې د اسراييلو کابینې تر اوسه د دغه اوربند تړون نه دی تصویب کړی.
د راپورونو له مخې، د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند تړون تېره شپه شوی او ټاکل شوې د راتلونکې اوني په یکشنبې پیل شي. د دې هوکړې له مخې به اسراییلي ځواکونه له غزې وځې او بندیان او یرغمل شوي به تبادله شي. قطر، امریکا او مصر به د دې هوکړې د پلي کېدو څارنه کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش د دغې هوکړې هرکلی کړی او پر اسراییلو او حماس یې غږ کړی چې پر خپلو ژمنو ودریږي ترڅو دغه تړون په بشپړ ډول پلی شي.
ګوتریش د خبرو له لارې د فلسطيني دولت رامنځته کول د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د امنيت او سولې د ټينګښت لپاره يو بېړنى لومړيتوب بللی.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم د یادې هوکړې هر کلی کړی او له غزې او نورې عربي جغرافیې یې د اسراییلي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.
سعودي عربستان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جګړې د ریښو له منځه وړلو لپاره دې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو په ګډون دفلسطینیانو اساسي حقونه ورکړل شي.
دغه وزارت ویلي، دا خپلواک فلسطیني دولت دې د ۱۹۶۷ کال د پولو سره سم چې، پلازمېنه یې بیت المقدس وي، رامنځته شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم غزه کې د اوربند هرکلی کړی او د اوربند د هوکړې پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.
ترکیې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د اوربند دغه هوکړهلیک ته د اسراییل د ژمنتیا ډاډ ترلاسه کړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۱۹۶۷ کال د پولو او پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د منلو سره سم دې ژر تر ژرهد یوه خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو په موخه د سولې خبرې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراييلو کابینې تر اوسه د غزېاوربند تړون نه دی تصویب کړی.
په راپور کې د اسراييل د لومړي وزیر بنېامین نتنیاهو له قوله راغلي چې دغه تړون به تر هغې تصویب نه کړي څو حماس غورځنګ خپلېغوښتنې بېرته نه وي اخیستې، ځکه د هغه په وینا حماس د لا زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د تړون ځینې برخې بدلې کړې دي.
راپورونه ښيي چې د اوربند له يادې هوکړې وروسته د اسرائیلو په بریدونو کې ٣٠ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.
Views: 10